اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئېلې دي هند د پرمختيائي هلو ځلو په نوم افغان خاوره پاكستان كښې تخريب كارۍ لپاره كاروي٬ د هندي پوځ مشر د سټرائيكس پحقله بيان بېخي ناسم دے٬ دا ډول ??ندي بيانونه غېر ذمه واره او ?? منطقې امن او ??ستحكام لپاره د خطر وړ دي٬ نړيواله ورورلي دې د هندي دړكو نوټس واخلي٬ د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بش??ړه توګه محفوظ دے او ?? اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ ك??ټرول ??ظام لرې٬ پاكستان د افغانستان پشمول ??وله منطقه كښې امن او ??ستحكام لپاره هڅې كوي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړې ۔ د اتومي پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بش??ړه توګه محفوظ دے او ?? اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ ك??ټرول ??ظام موجود لرې۔ ده ووئيل پاکستان په دې لړ كښې د اتومي توان نړيوالې اداراې سره بش??ړه مرسته كوي٬ د دې نه علاوه پاكستان ځيني سيمه ايزو هېوادونو له د نيوكليئر تحفظ پحقله تربيه هم وركوي٬ دې مقصد لپاره په سنټر آف اېكسلېنس كښې د تربيې اهتمام شوې۔