اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو احسن اقبال٬زاهد حامد او بېرسټر ظفرالله وئېلي دي چې پارلمان كښ?? د ټولو پارلماني ګوندونو په سلا انتخابات قانون 2017 كښ?? د كاغذات نامزدګۍ اصل صورت بحال شوې٬په ختم نبوت بشپړ ايمان لرو٬د دې سودا كول لرې خبره سوچ يې هم كفر دې٬پھ سوشل مېډيا د شرخپرونكو پھ ضد به سائبر كرائم قانون په حركت كښ?? راځي٬ په 5 جون 2018 به حكومت خپل پنځه كلنه آئيني موده ترسره كړي او په 2 مياشتې كښ?? به انتخابات كولو سره د اقتدار په امن ناكه ډول منت??ل كول باوري كړي٬د سياست په مېدان كښ?? زمونږ مقابله چې څوك نه شي كولې هغه سياسي مخالفين غېر آئيني او غېر قانوني لارې خپلولو سره اقتدار كښ?? راتلل غواړي ولې ?? دوي خواهش به كله هم ترسره نه شي٬شېخ رشيد كله د آئي اېس پي آر او كله د سپريم كورټ وياند جوړېږي٬دا ادارې بايد د شېخ رشيد د بيانونو نوټس واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه داخله وزير احسن اقبال٬د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد او قانوني صلاحكار بېرسټر ظفرالله پي آئي ډي كښ?? خبري كنفرنس ته د خطاب پھ مهال وكړه۔داخله وزير احسن اقبال ووئيل چې د الېكشن اصلاحات بل مسودې تياري د پارلمان كمېټۍ كاروائي٬سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښ?? د مسودې تر معرفي كولو عمل د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي وه۔د قامي اسمبلۍ او سېنېټ په وېب پاڼه هم مسوده اپ لوډ وه ولې چا هم دا نكته پورته نه كړه۔سېنېټ ته چې كله مسوده منظورۍ له راغله نو د جے يو آئي(ف)سناتور مولانا حمد الله دا معامله پورته كړه٬ مسلم ليګ(ن)د ده بشپړ ملاتړ وكړو ولې ?? نورو ګوندونو د اختلافات پھ سوب دا بدلون سېنېټ كښ?? نه و شوې۔ده ووئيل په ختم نبوت بشپړ ايمان لرو د دې سودا كول خو لرې خبره سوچ يې هم كفر دې۔كله چې په دې معامله وسوسه رامخې ته شوه نو حكومت ټولو سياسي ګوندونو سره خبره وكړه او په سمدستي توګه يې بدلون وكړو ولې پھ سوشل مېډيا د ځينو ډلو لخوا د سياسي ايجنډې په توګه د پخواني وزيراعظم او كابينې په ضد انتشار او د واجب القتل فتوې جاري كړې شوې كوم خلك چې انشتار خپروي هغه په حقيقت كښ?? د هېواد دښمنان دي۔داخله وزير ووئيل مخالفين غواړي چې د مسلم ليګ(ن)او پوځ ترمينځه جنګ وي دغسې چې په دې كښ?? كوم غېر آئيني ګام پورته كړې شي او اقتدار د مسلم ليګ(ن)د لاسه واخستلې ??ي۔مسلم ليګ(ن)زيركتيا سره دا ټول سازشونه ناكام كوي۔ده ووئيل پاكستان منطقه كښ?? يوازنې اتومي هېواد دې د كوم په ضد چې زيات سازشونه روان دي۔په دې صورتحال كښ?? داخلي عدم استحكام پیدا كونكې چې وي نو كوم دښمن ته حاجت نشته۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل په احتساب عدالت كښ?? د رينجرز پېښه د افسوس وړ ده پلټنې يې روانې دي۔د پلټنو بشپړ كېدو نه وړاندې تبصره مناسب نه ده۔وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل چې انتخابات اصلاحات بل 2017 لپاره د مركزي كمېټۍ 347 غړي او د سب كمېتۍ 13 غړي وو ټولو كمېټو د ټولو پارلماني ګوندونو نمائندګي كوله۔ د سب كمېټۍ 93مه غونډې وشوې په كومو كښ?? چې راپور مرتب كړے شو او مركزي كمېټۍ ته ولېږلې ??و۔په دې مهال څلور اختلافي نوټ وو ولې هغه د دې معاملې ??ره متعلق نه وو۔ده ووئيل زه مسلمان يم ختم نبوت زمونږ د ايمان برخه ده٬حج او عمرې مو كړې دي۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د انتخابات بل 2017 په شق 2013 د ټولو نمائندګانو اتفاق رائے په 17 نومبر 2014 شوې وه۔دا مهال د پانامه نامه هم نه وه اوس دا وئېل چې يو سړي لپاره دا ترميم وكړے شو بلكل غلطه خبره ده۔د وزيراعظم د قانون صلاحكاربېرسټر ظفر الله ووئيل مسلم ليګ(ن)تر ډېره حده مذهبي ګوند دې او ووټران يې هم مذهبي دي٬مونږ له به د اسلام په اړه د نورو پھ مقابله كښ?? زيات اختياط كول وي۔ده ووئيل ختم نبوت د دين يا اسلام په كومه هم برخه كښ?? كه څه كمې راشي نو زمونږ ژوندي پاتې كېدل ممكن نه دي۔