اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې پاکستان ملائشیا او سويډن سره خپلو اړيكو ته ډې?? اهميت وركوي او دواړه نزدې او ملګرو هېوادونو سره تجارتي ٬ اولسي او كلتوري اړيكي لا زياتول غواړي۔ اولس مشر دا خبرې ملائشياء لپاره نومولي شوي هائي كمشنر نفيس زكريا او سويډن لپاره نومولي سفير احمد حسین دایو سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې وكړې۔ اولس مشر د ملائشياء نومولي شوي هائي كمشنر نفيس زكريا ته ووئيل ملائشياء د پاکستان نزدې ورور هېواد او د آسيان مهم غړے دے چې ورسره د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر هائي كمشنر ته امر ??كړو چې د دواړو هېوادونو ت??مېنځه تجارتي توازن ښه كولو ته پام لرنه وكړئ او د مهيانو ٬ غوښې او د ډې??ي مصنوعات?? برآمد زياتولو او په دې اړه د پاكستان او ملائشياء سركاري او د شخصي سرمايه كارو سره شريكو منصوبو پېل كولو ته پام لرنه وكړي۔ د سويډن لپاره سفير احمد حسین دایو سره په خبرو كښې اولس مشر ووئيل پاكستان په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د سويډن نه ډې?? څه زده كولې شي۔ سويډن سره هم د تجارت توازن ښه كولو لپاره سپارښتنه كولو سره اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ت??مېنځه په اولسي كچه رابطو ته دې وده وركړې شي۔(م ع/ض ض/ګ ل1940)