اسلام آباد ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال اېف آئ?? اے هېډكوارټر ته تللې دے ۔ د زيارت په ورځ د اېف آئ?? اے هېډ كوارټر دورې په مهال د وفاقي وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه كومه كښې چې د اېف آئ?? اے د كاركردګۍ جاج واخستې شو۔ داخله وزير امر وكړو چې د كرپشن ختمولو لباره دې اېف آئ?? اے كښې زيرو ټالېرنس پالسي خپله كړې شي او اد??ره دې په نوو بنيادونو او مثالي جوړه كړې شي۔ د نوې ټېكنالوجۍ د لارې دې په جرمونو د قابو موندلو صلاحيت ترلاسه كړې شي۔ د اېف آئ?? اے اكادمۍ تنظيم نو دې وكړې شي او ملګرو هېوادونو څخه دې افسران په تربيتي پروګرامونو كښې شامل كړې شي۔ داخله وزير په ايئرپورټ مسافرو سره د ښه سلوك كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د بشري قاچاق مخنيوي له دې فعاله ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل د ??ائبر جرمونو مخنيوي له دې اېف آئ?? اے متحرك كردار ترسره كړي۔ داخله وزير ووئيل په بهر هېوادونو او په خاص توګه سعودي عربستان كښې د پېشه ورو سوال كوؤنكو څوك چې د هېواد د بد??ام?? سوب ګرځي اېف آئ?? اے ته د سمدستي كاروائي امر وكړو۔ ده سپارښتنه وكړه چې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو له دې مراعات وركړې شي۔ په غونډه كښې د اېف آئ?? اے ډي جي داخله وزير ته د اېف آئ?? اے چارو په اړه برېفنګ وركړو