لندن ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ د لوئے څښ??ن په فضل حكومت به خپله موده ترسره كوي۔ ده دا خبره د زيارت په و??ځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) اعلی مشرتابه سره ملاقات كولو له لندن ته په رسېدو خبريالانو سره وكړه۔ ده ووئيل زه حكومت ته هېڅ خطر نه وينم۔ زمونږ حكومت به خپله موده ترسره كوي او په جون كښې به نګران حكومت جوړ شي۔ د حسن نواز په دفتر كښې شوي ميټنګ كښې پخواني وزيراعظم نواز شريف ٬ د هغه لور مريم نواز ٬ زوي حسن نواز ٬ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او خارجه و??ير خواجه محمد آصف ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د لندن ميټنګ د وړاندې څخه ??ېښودې شوې ؤ او دا د كومې خاص پرېكړې لپاره نه ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د هغې بيان چې د اسمبليو د مودې ترسره كېدو باور نه لرم په اړه و??يراعظم ووئيل دا د هغه ذاتي رائے ده۔ كه سپيكر كوم تحفظات لري نو زه د هغې لرې كولو له چمتو يم۔ وزيراعظم څوك چې د القدس شريف په اړه د او آئي سي غېر معمولي غونډه كښې ګډون څخه و??وستو تركيه څخه لندن ته رسېدلې ؤ ووئيل د مشرانو كنفرنس كښې مو د پاكستان څرګند دريځ وړاندې كړو۔ هيله ده امريكا به د خپل سفارت يروشلم ته د منتقل كولو پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې خواجه محمد آصف ووئيل حكومت به خپله موده ترسره كوي او مسلم ليګ (ن) به يو ځل بيا اقتدار ترلاسه كوي۔ ده ووئيل مونږ به راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابۍ څخه و??وستو حكومت جوړوو۔